ایکنا د مصر الیوم له قوله راپور راکړد زمزم اوبو څاه د مسجد الحرام یو برکت دی چې هرڅوک مکې مکرمې ته په سفر او د حاجیانو دلیدو لپاره په لیدو کې ددغو مقدسو اوبو یو غوړپ څښلی دی.
د روایتونو په اساس، دغه چینه حضرت جبرایئل هغه مهال رابرسیره کړه چې پر حضرت اسماعیل او هاجرا باندې ( حضرت ابراهیم په وسیله د فلسطین له کنعان ټاتوبی د عربستان وچې او بې آوبو صحرا ته وکوچول شول)،غلبه وکړه.
دغه څاه د کعبې په ۲۱میټرۍ کې واقع دی چې دیرش میټره ژور دی . په ۱۴۱۵قمری کال کې د زمزم څاه څخه پایپ لاین اچول شوی دی او د مجسد الحرام بهر ته د جنوب په لور منتقل شوی دی. همداراز د اوبودرې انجن او پمپونه د څاه اوبه له څاه پمپاژ کوي او دلته داوبو ستره زیرمه کیږی او بای له تصفیه کیدا وروسته مسجد الحرام ته بیرته ګرځول کیږي . دمګړئ په هرې ثانیې او شیبې کې د زمزم له څاه څخه یولس لیټره اوبو څخه استفاده کیږي
دخدای د کور حاجیان خپله تنده په مسجد الحرام کې د زمزم برکتناکو اوبو څښلو سره ماتوي.
دمګړئ د زمز اوبه د پایپونو په وسیله حاجیانو ته رسول کیږي اوډيری حاجیان دغه اوبه د تبرکاتو اوسوغاتو په په عنوان سره له ځان سره دخپلو خپلوانو لپاره وړي.
په حاجینو کې د زمزم اوبو ویش د مسجد الحرام او مسجد النبي د عمومی تولیّت داوبو د برخې او اوبو درسونې دادارې په اختیاراتو کې دي او دغه اداره شپه ورځ په بوتلونو کې د زمزم یخې اوبه حاجیاتو ته رسوي.
د حج د شپو ورځو په مناسبت په لاندینئ ویډیو کې د وحي په ټاتوبو کې د زمزم د پاکو اوبو دتولید په باب یو مستند فلم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.